Banner

غزل: محمدحنيف حيران

07.05.2010 03:58

څوک چې د مور سيوری په  سر نه لري
هغـــــــــوی بينا وي خو نـــــــــظر نه لري
دې مېکـــــــــده کې سړی وژني هوس
ساقي يې ورک دی او ساغر نه لري
بې له يو بله زه او تــــه نيـــــــمګړي
لکــــه کابــــــل چې پېښـــــــور نه  لري
ډيوو د اوښکو ته خپل ژوند تېروي
د وطن خلــــــک مې خپل لمر نه لري
زړه رانه يوسي خو ايسار يې نه کړي
سترګې يې اوس هســـــې اثر نه لري
د دوی له کرکـــــې کرکه ولې کوئ؟
دا خلک د ميــــنې پېغام بر نه لري
دنګه ده حـيــــرانه خو بې مـــينې ده
دا لــــکه چـــــې سروه ثـــــمر نه لري.

ا ٠ حقيق 04.07.2010 20:27

دا ځکه خېر خوا صيب چې ؛بې لۀ پېښوره کا بل نېمګړی

حبیب زی 09.05.2010 05:52

حیران صیب سلامونه!

د ټپیزو په څیر دی خوږ غزل لیکلی، لاسونه او قلم دی تل تاند اوسه.
نپوهیږم ما سم و نه لوستلی شو او که دا وروستی بند د پاسنو په طرز برابر ندی، کیدای شی د ټایپینګ نه یی کوم ټکی ښکته پورته شوی وی.

مننه

کابل کلوله پښته

ل٠خيرخوا 07.05.2010 11:34

بې له یو بله زه او ته نیمګړي
لکه کابل چې پېښور نه لري.

ډېر ښه حیران صیب !
دا سه موده دې توجه بلې خوا ده په بلاګ پام نه کوې، چې دا ولې ؟

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.